په ګليات كښې د واورې ورېدو لړې پېل شوه

اېبټ آباد 26 دسمبر(اے پي پي) په ګليات كښې د واورې ورېدو لړې پېل شوه. د ګليات ډوېلپمنټ اتهارټۍ وياند احسن حميد له مخې د اتوار په ورځ په ايوبيه، نتھياګلي، چانګله ګلي او د ګليات په نورو سيمو كښې د واورې ورېدو لړې پېل شوې ده. ده ووئيل چې د واورې ورېدو لړې به د نهې تر ورځ روانه وي. ده ووئيل چې سېلګري دې د غلط پارګنګ څخه ډډه وكړي، د ټرافيك قوانين دې عملي كړې شوي او د واورې ورېدو په مهال دې د ماښام نه پس د سفر كولو څخه ډډه وكړې شي. د كومې مرستې او لارښونې په صورت كښې دې په دې نمبر 03411112226 رابطه وكړې شي.