د كرم تنګي بند د پروژې وړومبې پړاٶ به په جون كال 2023م كښې ترسره شي. واټر اېنډ پاور ډوېلپمنټ اتهارټي

اسلام آباد 26 دسمبر(اے پي پي) د كرم تنګي بند د پروژې وړومبې پړاٶ به په جون كال 2023م كښې ترسره شي چې ورسره به په سوئيلي ضلعو كښې درې نيم لكه اېكړه شاړه زمكه اوبه خور شي او د صوبې به په خوراك كښې په خودكفيل كېدو كښې مرسته وشي. د واټر اېنډ پاور ډويلپمنټ اتهارټۍ﴿واپډا﴾ وياند له مخې د كرم تنګي بند د خېبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان ضلع كښې جوړولې شي. د دې څخه به 84 مېګاواټه برېښنا هم پېدا شي.