د خېبر پښتونخوا اولس د قائد ورځ په جوش و جذبه او عقيدت ولمانځله

پېښور 25 دسمبر(اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اولس د خالي په ورځ د قائد ورځ په جوش و جذبه او عقيدت ولمانځله. د دې ورځې په موقع علما كرامو په جوماتونو كښې د پاكستان پرمختګ او خوشحالې او د تحريك پاكستان د ټولو شهيدانو ايصال ثواب لپاره خاص دعاګانې وكړې. په سركاري ادارو كښې دستورې وشوې. دغسې د سول سوسائټۍ، تعليمي ادارو او غېر سركاري تنظيمونو لخوا د دې ورځې په مناسبت خاص دستورې وشوې. د پېښور نه علاوه د صوبو په نورو ټولو ښارونو كښې هم د ورځې په مناسبت دستورې وشوې او بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې شوې.