د قائداعظم د زېږون ورځې په مناسبت سائيكلنګ رېس به ﴿نن﴾ په پېښور كښې كېږي

پېښور 24 دسمبر(اے پي پي) د خېبر پښتونخوا سائيكلنګ اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح د زېږون ورځې په مناسبت به د پېښور نه تر مردان سائيكلنګ رېس كولې شي. په 63 كلوميټره رېس كښې به د پېښور، مردان او مالاكنډ ډويژن د پنځو كلبونو سائيكلسټس برخه اخلي. د اېسوسي اېشن صدر نثار احمد له مخې د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن صدر سيد اظهر علي شاه به د پرانستې دستوره خاص مېلمه وي