پیښور 24 دسمبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د مسيحي ټولنې مذهبي تهوار كرسمس په موقع په ټول هېواد او په خاص توګه د خېبرپښتونخوا مسيحي ټولنې له مباركي وركړې۔د كرسمس په اړه په جاري شوي خپل پیغام كښې ده ووئيل په پاكستان كښې ټولو اقليتونو ته د هېواد د وګړو په حېث هر ډول يو برابر حقونه ترلاسه دي٬زمونږ مذهب اسلام اقليتونو ته د يو ډول حقونو وركولو درس وركوي او زمونږ آئين دوي ته خپل مذهبي عبادات٬رسومات او تهوارونو ته په آزادۍ سره د لمانځلو ضمانت وركوي ۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان وئيلي دي د هېواد په رغونه او پرمختګ كښې اقليتونو او په خاص توګه مسيحي ټولنې بشپړ كردار ترسره كړے كوم ته چې ټول قام د قدر په سترګه ګوري۔