وزيراعليٰ محمود خان په پوليس پوسته د ډزو پېښه وغندله

پېښور 23 دسمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان د پېښور په سربند سيمه كښې د پوليس په چېك پوسټ د نامعلومه كسانو لخوا په ډزو كښې د پوليس اهلكار په شهادت غمرازي كولو سره د پېښې په سختو ټكو غندنه كړې۔ خپل بيان كښې ده په پېښه كښې د ككړو كسانو نيولو لپاره د ضروري اقدامات امر وكړٶ۔ده ووئيل صوبائي واكداران به د شهيد كورنۍ تنها نه پرېږدي او د دوي به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔ په دې موقع وزيراعليٰ د شهيد شوي پوليس اهلكار لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنې كورنۍ سره د يوالي څرګندونه هم وكړه