خانپور – د مسلم ليګ(ن)راجه هارون سكندر د تحصيل وړومبې چيئرمېن وټاكلې شو

هري پور۔20دسمبر(اے پی پی) د هري پور په تحصيل خانپور كښې د مسلم ليګ(ن)راجه هارون سكندر 32361 رائې ترلاسه كولو سره د خانپور وړومبې چيئرمېن وټاكلې شو۔ د غېر سركاري او غېر حتمي نتيجې له مخې نزدې 2 كاله د تحصيل درجه ترلاسه كوؤنكې سيمې خانپور تحصيل كښې د چيئرمېن چوكۍ لپاره 4 كانديدان په مېدان كښې وو خو مقابله د مسلم ليګ(ن)په ټكټ ټاكنو كښې د برخه اخستونكي راجه هارون سكندر او د پي ټي آئي په تكټ د راجه شهاب سكندر ترمينځه وشوه ۔ د مسلم ليګ(ن)راجه هارون سكندر 32361 رائے ترلاسه كولو سره كامياب وګرځولې شو۔ د ده په مقابله كښې د پي ټي آئي كانديد راجه شهاب سكندر 26296 رايو سره دوهم پوزيشن ترلاسه كړو۔ د دواړو كانديدانو تعلق د يوې كورنۍ څخه وو كوم چې د پخواني نګران اعلٰی وزير راجه سكندر زمان نمسي دي۔