پېښور – د سېنېټ په خالي چوكۍ ټاكنو لپاره صوبائي اسمبلۍ كښې د پولنګ عمل پيل شو

پېښور 20 دسمبر (اے پي پي) خېبرپښتونخوا څخه د سېنېټ په خالي شوې چوكۍ ضمني ټاكنو لپاره د پولنګ عمل پيل شوې دې، پولنګ به د سهار 9 نه تر مازيګر 4 بجو د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخواني هال كښې روان وي، د خزانې وزیر تیمورسلیم جھګړا وړومبې ووټ كاسټ كړو۔ د تفصیلاتو له مخې د تحریك انصاف ایوب آفریدي د سېنېټ چوكۍ څخه استعفیٰ وركولو سره د خزانې صلاحكار شوکت …

پېښور 20 دسمبر (اے پي پي) خېبرپښتونخوا څخه د سېنېټ په خالي شوې چوكۍ ضمني ټاكنو لپاره د پولنګ عمل پيل شوې دې، پولنګ به د سهار 9 نه تر مازيګر 4 بجو د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخواني هال كښې روان وي، د خزانې وزیر تیمورسلیم جھګړا وړومبې ووټ كاسټ كړو۔ د تفصیلاتو له مخې د تحریك انصاف ایوب آفریدي د سېنېټ چوكۍ څخه استعفیٰ وركولو سره د خزانې صلاحكار شوکت ترین له ټكټ وركړې شوې، دې نه علاوه شوکت امیرزادہ د اے این پي ، محمد سعید د پیپلز ګوند او ظاهر شاہ د جے یو آئي (ف) کانديدان دي۔ استعفیٰ وركونكې سنېټر ایوب آفریدی د سمندر پورې پاكستانيانو صلاحكار مقرر كړې شوې۔ په 145 غړو مشتملې صوبائي اسمبلۍ كښې د پي ټي آئي ټول 94 غړي دي، د جے یو آئي( ف) غړو شميره 15 ، د اے این پی 12، مسلم لیګ( ن) 7، پیپلز ګوند 5، بلوچستان عوامي ګوند 4، د جماعت اسلامي 3 او مسلم لیګ ( ق) يو غړے دې٬ دغسې د آزاد غړو شميره 4 ده۔

مزید خبریں