د بلوچستان د كورنيو او قبائيلي چارو سلاكار مير ضياالله لانګو په اسلام آباد كښې د آو آئي سي د غونډې هركلې وكړو

كوئټه 19 دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان د كورنيو او قبائيلي چارو سلاكار مير ضياالله لانګو په اسلام آباد كښې د آو آئي سي د غونډې هركلې وكړو. په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د او آئي سي غېر معمولي عونډه په منطقه كښې امن او په افغانستان كښې د پېدا كېدونكي بحران خاتمې لپاره مثبت اقدام دے. ده ووئيل چې افغانستان په دې وخت كښې انساني بحران سره مخ دے، د غونډې مقصد د افغانستان په اړه نړۍ ته دا غږ رسول دي چې افغانستان په دې وخت كښې نړيوالې مرستې ته سخت ضرورت لري.