ګلګت 19 دسمبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان د اطلاعاتو وزير فتح الله خان وئيلي دي چې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كانفرنس ډېر مهم دے. د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د غېر معمولي غونډې په اړه په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې پاكستان د او آئي سي دا غېر معمولي غونډه د افغانستان په صورتحال رابللې. ده ووئيل چې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د غېر معمولي غونډې كوربتوب لوي اعزاز ګڼو. ده ووئيل چې د افغانستان په صورتحال د او آئي سي په غونډه كښې ګډون كولو لپاره راغليو مېلمنو ته هركلې وايو.