كوئټه 19دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو په اسلام آباد كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو غوندې كولو هركلے كولو سره وئيلي دي چې ډيره موده پس د پاكستان په كوربتوب كښې د او آئي سي غونډه غير معمولي اهميت لري۔خپل يو بيان كښې وزيراعليٰ ووئيل د افغانستان په صورتحال د اسلامي هېوادونو ناستې سره د ټولې نړۍ پام راګرځولې دې او غونډه د يو …
اسلام آباد كښې د اوآئي سي خارجه وزيرانو غونډه د يو سوكاله او امناكه افغانستان لپاره د پاكستان د سنجيده هڅو څرګندونه ده، د بلوچستان وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو
كوئټه 19دسمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو په اسلام آباد كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو غوندې كولو هركلے كولو سره وئيلي دي چې ډيره موده پس د پاكستان په كوربتوب كښې د او آئي سي غونډه غير معمولي اهميت لري۔خپل يو بيان كښې وزيراعليٰ ووئيل د افغانستان په صورتحال د اسلامي هېوادونو ناستې سره د ټولې نړۍ پام راګرځولې دې او غونډه د يو سوكاله او امناكه افغانستان لپاره د سنجيده هڅو څرګندونه ده۔ده ووئيل په دې غونډه كښې د اسلامي هېوادونو د قيادت بشپړه ګډون كول د پاكستان په خارجه پاليسۍ د باور څرګندونه ده ۔ د غونډې په ښه انتظامات ده خارجه وزارت له مباركي وركړه،وزيراعليٰ هيله څرګنده كړه چې د او آئي سي خارجه وزيرانو د غوندې مقاصد به ترلاسه شي او د سيمې په صورتحال به د دې مثبت اثرات مرتب شي۔












