د خېبر پښتونخوا په 17ضلعو كښې)نن)بلدياتي ټاكنې كېږي كومو لپاره چې تيارۍ بشپړ شوي

پېښور 18دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په 17ضلعوكښې(نن)د اتوار په ورځ په 19دسمبر 2021 بلدياتي ټاكنې كېږي كومو لپاره چې تيارۍ بشپړ شوي۔ د ټاكنو كمپائن تېره شپه ختم شوې۔ تفصيلات له مخې كومو ضلعو كښې چې دا ټاكنې كېږي، په هغې كښې پېښور ، نوښار ، چارسده، خېبر، مومند، مردان، صوابۍ، كوهاټ، كرك، هنګو، بنو، لكي مروت، ډي آئي خان، ټانك، هري پور، بونير او باجوړ شامل …

پېښور 18دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په 17ضلعوكښې(نن)د اتوار په ورځ په 19دسمبر 2021 بلدياتي ټاكنې كېږي كومو لپاره چې تيارۍ بشپړ شوي۔ د ټاكنو كمپائن تېره شپه ختم شوې۔ تفصيلات له مخې كومو ضلعو كښې چې دا ټاكنې كېږي، په هغې كښې پېښور ، نوښار ، چارسده، خېبر، مومند، مردان، صوابۍ، كوهاټ، كرك، هنګو، بنو، لكي مروت، ډي آئي خان، ټانك، هري پور، بونير او باجوړ شامل دي۔په مجموعي توګه به يو كروړ 26 لكهه 68 زره څخه زيات ووټران خپل ووټ كاسټ كوي۔چې پكښې د نارينه ووټرانو شميره 70,15767 او د ميرمنو شميره 5653095 ده ، پولنګ به سهار 8بجې پيل كيدو سره ماښام تر 5 بجو غير د كومې دمې روان وي۔د ګيلو ازاله كولو له د پولنګ په ورځ د شكايات سيل جوړ شوے ،اولس خپلې ګيلې په ټيلي فون لمبر9214137 ۔091 درج كولې شي،د تاكنو لپاره 9223 پولنګ اسټيشنز او28892پولنګ بوتھ جوړ شوي،چې پكښې 4188پولنګ اسټيشن حساس او 2507زياتې حساس ګرځولې شوې،په دې اړه د امنيت كوټلې انتظامات شوي ، د پولنګ عمله تعينات شوې ، كومو له چې په باقاعده توګه تربيه هم وركړې شوې۔ په مجموعي توګه سټي مئير او تحصيل چئيرمېن چوكو لپاره د 689 كانديدانو ، ويليج او نيبرهډ كونسلو كښې جنرل چوكو باندې د 19285، د ميرمنو به چوكو د 3870، مزدور او كسان چوكو لپاره د 7428، يوتھ چوكو لپاره د 6011او اقليتي چوكو لپاره د 293 كانديدانو ترمينځه مقابله كېږي۔

مزید خبریں