د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير محمود خان په چاودنه كښې د اېم اېن اے عالمګيرخان د پلار پشمول د نورو كسانو په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه

پېښور 18 دسمبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير محمود خان په شيرشاه پراچه چوك كراچۍ كښې د شوي بمي چاودنې په نتيجه كښې د اېم اېن اے عالمګيرخان د پلار پشمول د نورو كسانو په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره د غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔په جاري شوي يو بيان كښې اعلٰی وزير د ځپليو كورنيو سره د و والي څرګندونه كولو سره دې كښې په حق رسېدلې كسانو بخښنې او غمجنې كورنۍ سره د زغم څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل چې صوبائي حكومت د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك دے۔وزيراعلٰی محمود خان په پېښه كښې د ژوبل شويو كسانو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه وكره