اېبټ آباد 15 دسمبر (اے پي پي)اېبټ آباد كښې د يو ګاډې ژورې كندې ته د پريوتو پېښې په نتيجه كښې 4 تنه مړه او 1 سخت ژوبل شوې۔د رېسكيو 1122 وياند ووئيل چې هرنو ته نزدې د كرلاں سوړي پل څخه ويګو ګاډې د سړك نه ښوېدو سره ژورې كندې ته پريوتو چې په نتيجه كښې يې څلور كسان مړه او يو سخت ژوبل شوې۔ ده ووئيل چې په حق رسېدلې او ژوبل كسان د اېبټ آباد ډسټركټ هېډكوارټر روغتون ته منتقل كړې شوي دي چرته څخه چې يو تن په اندېښمن حالت ايوب مېډيكل كمپليكس ته ورسولې شو۔ په مړو شويو كښې عامر سعيد٬افتخار٬فرحان آفريدي او عاطف شامل دي او رفيع الله سخت ژوبل دې