د عوامي نېشنل ګوند غضنفر بلور په پي ټي آئي كښې شامل شو

پېښور11 دسمبر (اے پي پي) د بلور كورنۍ سياسي وارث غضنفر بلور د وزيراعظم عمران خان او د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په مشرې د اعتماد څرګندونه كولو سره په پاكستان تحريك انصاف كښې شامل شوے دے. د خالي په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده په پي ټي آئي كښې د خپل شموليت تصديق وكړو. ده ووئيل چې زما دې پرېكړه سره د بل چا هېڅ تعلق نشته، دا زما ذاتي پرېكړه ده. ده ووئيل چې ده په پي ټي آئي په غېر مشروط ډول شموليت كړے دے.