بېرسټر محمد علي سېف په ټانك كښې د پوليو په ډله د بريد غندنه وكړه

پېښور 11 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا و اطلاعاتو خاص مرستيال بېرسټر محمد علي سېف په ټانك كښې د پوليو په ډله د بريد غندنه كړې په كوم كښې چې پوليس اهلكار شهيد شوے. د خالي په ورځ د غندنې په بيان كښې ده ووئيل چې د هېواد څخه د پوليو خاتمې لپاره د پوليو كاركنانو او پوليس اهلكارو قربانې به بې ځايه نه ځي، د پوليو كمپائن په روان وي. ده ووئيل چې د پوليو په ډله بريد كوونكي د هېواد او قوم دښمنان دي. ده ووئيل چې مونږ د راتلونكي نسل د تحفظ عزم لرو.