
کوئټه 02 دسمبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي کوئټه كښې د ريلوے زمكې صورتحال جاج اخستلو لپاره جوائنټ روډ او ريلوے اسټيشن سره خوا كښې د ريلوے ورکشاپ دوره وكړه ۔ د چارواكو له مخې وفاقي وزير ته تفصيلي بريفنګ وركړے شو او مسئلو څخه خبر كړے شو ۔ د ميډيا سره خپلو خبرو كښې وفاقي وزير اعظم خان سواتي ووئيل کوئټه ډويژن ته د اپګريډيشن ترمخه آسانۍ وركولو ته پام لرنه كوو ٬ د ريلوے سره تر ټولو قيمتي زمكه ده د كومې مصرف كولو ته چې اړتيا ده ٬ د نوي جدت له مخې د خپلو تر لاسه وسائلو کارولو سره وفاقي وزير ووئيل ريلوے د خسارې سره مخ ده او مونږ د كال 50 اربه روپۍ د پينشن په لړ كښې پېټے پورته كوو ۔ ده ووئيل د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ كښې اتھارټي جوړه شوې ٬ د ايکټ آف پارليمنټ ترمخه اتھارټي به د وفاقي حكومت زمكې لپاره پرمختيائي پلان مرتب كوي ۔ وفاقي وزير اعظم سواتي ووئيل د ريلوے زمكه د قبضه مافيا څخه د آزادولو به جاج اخستلے شي ۔ په دې مهال د سېنېټ اسټينډنګ کمېټۍ مشر سېنېټر قاسم خان رونجھو ډي اېس ريلوے او ډي جي آپريشنز پشمول نور چارواكي هم ده سره ملګري وو۔