كوئټه 30 نومبر (اے پي پي) موجوده حكومت بلوچستان كښې د سړكونو پروژو چمن كوئټه او كوئټه كراچۍ سړك پراخه كولو ته پام لرنه كوي ٬ دې سره به بلوچستان د پرمختګ پلو روان شي او دې څخه به اولس په بشپړه ډول استفاده وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ډپټي اسپيكر قاسم خان سوري په كوئټه كښې لويديز بائي پاس دوه اړخيزه كولو او پراخه كولو منصوبې څارنې په موقع ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل تير وخت كښې د بلوچستان قامي سترو لارو او په خاص توګه كوئټه كراچۍ ستره لاره دوه اړخيزه كولو ته پام لرنه نه ده شوې خو په څه ډول چې دې منصوبې لپاره موجوده حكومت اقدامات كوي ډير زر به دا دوه اړخيزه كړې شي۔ده ووئيل د كومې هم سيمې پرمختګ لپاره ستري لارې جوړول د سيمې په پرمختګ كښې لوئ كردار لري او دې سره اولس ته آسانۍ راپيدا كېږي او زمونږ د سيمې فروټ او نورې ميوې به په وخت منډيانو ته رسيږي