کوئټه ۔30 نومبر(اے پی پی)د بلوچستان پخواني ګورنر نواب ذوالفقار خان مګسي د پخواني صوبائي وزير ملک ګل زمان کاسي په مړينه د ژور خفګان څرګندونه کړې ده۔ د غمرازۍ په خپل يو پيغام کښې هغه غمجنې كورنۍ سره خواخوږۍ ښكاره كولو سره ووئيل ارواښاد د ډېر سپېځلي شخصيت مالك و، د ده سياسي، ټولنيز او اولسي خدمتونه به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ هغه دعا وكړه چې لوى څښتن دې ارواښاد ته په جنت الفردوس كښې ځايې او غمجنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.