د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په حيات آباد كښې د دوو پوليس اهلكارو په شهادت غمرازي ښكاره كړه

پېښور 24 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د پېښور په حيات آباد سيمه كښې په سرچ آپرېشن كښې د دوه پوليس اهلكارو په شهادت غمرازي ښكاره كړې۔په جاري شوي يو بيان كښې وزيراعلٰی د شهيدو اهلكارو كورنيو سره غمرازۍ كولو كښې د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔