سپریم کورټ د سركاري ملازمينو سروس او پېنشن سره اړوند د خېبر پختونخوا لخوا په دائر كړې شويو اپيلونو سماعت تر نامعلومه مودې وځنډولو

اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) سپریم کورټ د سركاري ملازمينو سروس او پېنشن سره اړوند د خېبر پختونخوا لخوا په دائر كړې شويو اپيلونو سماعت تر نامعلومه مودې ځنډولې دې۔ سترې محكمې د كے پي كے لخوا د زائد الميعاد اپيلونو په دائر كولو د خېبر پختونخوا چيف سېكتر طلب كړو۔ سپريم كورټ پرېكړه كړې چې په راروان سماعت دې چيف سېكتر پخپله د زائد المعیاد اپیلونو دائر كوؤنكو چارواكو په اړه رپورټ وړاندې كولو سره په دې اړه سپيناوې وكړي