د جمعيت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په څلور ورځنۍ دوره كوئټه ته ورسېد

کوئټه 16 نومبر (اے پي پي) د جمعيت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په څلور ورځنۍ دوره كوئټه ته رسېدلے۔ د کوئټه په ايئرپورټ د بلوچستان اسمبلي غړو اصغر خان ترين، عبد الواحد صديقي او نورو پارلماني غړو د مولانا فضل الرحمان هركلے وكړو۔ مولانا فضل الرحمان به د كوئټه دورې په مهال د قامي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالواسع په استوګنه خبري كفنرنس ته وېنا كوي او د دې نه علاوه به په اوولسم نومبر د پي ډي اېم تر سېوري لاندې اولسي غونډې ته وېنا هم كوي۔ مولانا فضل الرحمان به په اتلسم نومبر په كوئټه هائي ګراٶنډ كښې علماء کنونشن ته هم وېنا كوي