كرك ٬ د اعلی وزير جلسه ګاه ته د راتلونكي لارې بندولو په تور د نامعلومه مېرمنو په شمول د 30 كسان په ضد مقدمه درج كړې شوه

کرک۔15نومبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان جلسه ګاه ته د راتلونكي لارې بندولو په تور د نامعلومه مېرمنو په شمول د 30 كسانو په ضد مقدمه درج كړې شوه۔ د پوليس اسټېشن يعقوب خان شهيد تخت نصرتي اېس اېچ او سعيد خان به مدعيت كښې د درج شوې مقدمې لمخې په نصرتی شهداء پارک كښې كېدونكې جلسه كښې د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان په شمول د وفاقي او صوبائي وزيرانو او د قومي او صوبائي اسمبليو غړو له ګډون كول وو۔ د مېلمنو جلسه ګاه ته د رارسېدو نه لږه شېبه وړاندې جلسه ګاه ته راتلونكې امبیری کله تا تخت نصرتی روډ د نامعلومه مېرمنو په شمول دېرش نامعلومه احتجاج كولو سره بند كړو چې له امله ئې د ټرېفك روانګي وځپلې شوه او روغتون ته تلونكي رنځوران ستونزو سره مخ شول۔ احتجاج كوؤنكو مېرمنې د ډھال په توګه وكارولې۔ بلخوا احتجاج كوؤنكو سره ذمه وارو چارواكو مذاكرات وكړل۔