د خېبر پښتونخوا وزير اعلي محمود خان په باجوړ كښې راغګان ډېم سره نزدې د بمي چاؤدنې غندنه وكړه

پېښور 13نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزير اعلي محمود خان باجوړ ضلع كښې د راغګان ډېم سره نزدې د ريموټ كنټرول بمي چاؤدنې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره په دې كښې د دوه پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ده۔جارې شوې يو بيان كښې وزير اعليٰ د شهيدانو د كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره د هغوي لوړو درجو لپاره دعا اوكړه۔ده ووئيل صوبائي حكومت د غمجنو كورنيو په غم كښې برابر شريك دې او د هغوې به هر ډول مرسته كولې شي۔