مفکر اسلام ډاكټر علامه محمد اقبال د برصغیر مسلمانانو ته په تيارو كښې لاره ښودلې، د ګلګت بلتستان وزیر اعلیٰ د اقبال ورځ په اړه پیغام

ګلګت 09 نومبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزیر اعلیٰ خالد خورشید د اقبال ورځ په اړه خپل يو خصوصي پیغام كښې وئيلي چې په نن ورځ مونږ ټول د قوم مفکر اسلام او ختيز شاعر حضرت علامه اقبال د ريږدنې ورځ په موقع هغه ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔ مفکر اسلام حضرت علامه محمد اقبال د برصغیر مسلمانانو ته په تيارو كښې لاره ښودلې ده۔ د هغه سوچ د امید هغه چراغ روښانه كړې كوم چې منزل او لارې په ګوته كړې۔ ده ووئيل مملکت پاکستان د علامه اقبال د خواب د تعبیر په توګه جوړ شوې، هغه په خپله شاعرۍ كښې مسلمانانو ته د اتحاد،اتفاق او عمل خبره كړې ده د كومې چې په مسلمانانو اثر شوې۔ ده ووئيل علامه اقبال چې كومې مسئلې په ګوته ګړې نن مونږ هغه مسئلو سره مخ يو، فرقه واریت، نظریاتی انتها خوښۍ په شان په مسئلو د علامه اقبال سوچ نن زمونږ لپاره د لارې مشال دے