
اسلام آباد 07 نومبر(اے پي پي) د قومي كلتوري ادارې لوك ورثه تر سيوري لاندې 7 ورځنې قومي كلتوري لوك مېله د اتوار په ورځ د ايوارډونو تقسيم دستورې سره پاې ته ورسېده. په لوك مېله كښې د ايوارډ تقسيم په دستوره كښې د ټول هېواد څخه راغليو ماهر دستكارانو او فنكارانو ته د لكونو روپو نغد انعامات وركړے شول او د ټولو صوبائي كلچرل محكمو استازو ت ه شېلډ هم وركړے شول. د ايوارډونو وركولو دستوره د اتوار په ماښام په لوك ورثه كښې په اوپن ايئر تهېټر كښې وشوه چې پكښې د هنرمندانو ، دستكارانو نه علاوه اولس په لويه شمېره ګډون وكړو. د لوك ورثه اېګزېكټو ډائرېكټر طلحه علي خان كشواها او د ميلې فوكل پرسن ډائرېكټر ميوزيم انوارالحق دستكارانو او هنرمندانو ته ايوارډونه وركړل. د پنجاب څخه عبدل رحمن کیمل سکن ورک، امیربخش،بلاک پرنټنگ،محمد رمضان، کھسه میکر، نیاز احمد پاټری میکر ته د لوك ورثه او فوزیہ ناهید، ګوډې سازی،ثریا عبداللہ چنری (ټائی اینډ ډائی)کنیز فاطمه،باسکټ سازی او صدف نثار دغمو كار ته د مېرمنو سماجي تنظيم پودا لخوا ايوارډونه وركړے شول. د خېبر پښتونخوا څخه محمد رستم، سټون کارونګ، محمد کاشف چارسدہ چپل، سید احمد شاہ ابدالی،د لرګي کام ته د لوك ورثه او نسیم اختر، جستی كار ته پودا لخوا ايوراډونه وركړے شول. په لوك هنرمندانو كښې ظفرعلی،فوک سنګر و رباب پلیئر او عبدل مجید،طبله پلیئر ته د لوک ورثه ايوارډ وركړے شو. د بلوچستان څخه فاطمه مینګل،بلوچی ایمبرائیډری(قلات) او روزی خان، بلوچی چپل ته د لوک ورثه او شاهدہ افضال بلوچی کشیدہ کاری او حسنه بی بی بلوچی ایمبرئیډری ته د پودا لخوا ايوارډ وركړے شو. د بلوچستان لوك هنرمندانو محمد علی بروهی، د بروهی فنکار، شاحان، دھبورہ پلیئر، شاہ ولی، ډھولک پلیئر، نورولی،اتڼ فوک ډانس ګروپ او غلام محمد سرائبی چاپ ډانس ګروپ ته د لوك ورثه ايوارډ وركړے شو. د سندھ څخه بارادی وګھیو،لیکر ورک،خان چند، لیدر ورک، کرشن کمار،سندھی خلې او شاهد علی حسین،کھیس جوړولو ته د لوك ورثه ايوارډ وركړے شو. د سندھ لوك فنكارانو فرح لاشاری،لوک ګلوکار، غلام عباس، ډھولک پلیئر،غلام ارشد،بینجو پلیئر، آغا خان چھپری فوک ډانس او سائیں داد، مټکا ډانس ګروپ ته د لوك ورثه ايوارډ وركړے شو. د ګلګت بلتستان څخه صدیقہ،پټویارن میکر، شهزادی،ایمبرائیډری ته د پودا لخوا ايوارډ وركړے شو. لوک فنکارانو عابد خان دمال پلیئر،جمیل کریم، سرنائی پلیئر او شهباز خان،ډاډنګ پلیئر ته د لوك ورثه ايوارډ وركړے شو. د آزاد جمو كشمير څخه قاضی رزاق،ګبه میکر، شیخ محمد یوسف،ایمبرائیډری او عاشق بټ لوک ګلوکار ته د لوك ورثه ايوارډ وركړے شو.