ابوظهبي 05 نومبر (اے پي پي) آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډكپ 2021، سپر 12 راؤنډ كښې به (سبا) د خالي په ورځ نور دوه ميچونه كيږي۔ وړومبې ميچ به د وېسټ انډيز او آسټريليا ډلو ترمينځه شيخ زيد سټيډيم ،ابوظهبي كښې كيږي، دا ميچ به د پاكستاني وخت له مخې د ورځې 3 بجے پيل كيږي۔ كيرون پولارډ به د وېسټ انډيز ډلې مشري كوي او د آسټريليا …
ٓئي سي سي ټي 20 ورلډ كپ سپر 12 راؤنډ كښې به سبا نور دوره ميچونه كيږي

مزید خبریں
ابوظهبي 05 نومبر (اے پي پي) آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډكپ 2021، سپر 12 راؤنډ كښې به (سبا) د خالي په ورځ نور دوه ميچونه كيږي۔ وړومبې ميچ به د وېسټ انډيز او آسټريليا ډلو ترمينځه شيخ زيد سټيډيم ،ابوظهبي كښې كيږي، دا ميچ به د پاكستاني وخت له مخې د ورځې 3 بجے پيل كيږي۔ كيرون پولارډ به د وېسټ انډيز ډلې مشري كوي او د آسټريليا ډلې مشري به آرون فنچ كوي۔دويم ميچ به د انګلينډ او جنوبي افريقې ډلې ترمينځه شارجه كركټ سټيډيم ، شارجه كښې كيږي۔د انګلينډ ډلې مشري به آئن مورګن كوي دغسې د پروټيز ډلې مشري به ټيمبا بايوما كوي۔دا ميچ به د پاكستاني وخت له مخې ماښام 7 بجے پيل كيږي۔ د ټورنامنټ وړومبې سيمي فائنل ميچ به په 10 نومبر ابوظهبي دغسې دويم سيمي فائنل ميچ به په 11 نومبر دبئۍ كښې كيږي۔ د دې ميګا ايونټ فائنل ميچ به په 14 نومبر د دبئۍ انټرنېشنل كركټ سټيډيم كښې كيږي۔











