پېښور۔3 اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا علی وزير محمود خان وئيلي دي د كال 2023 په ټول ټاكنو كښې به پي ټي آئي د خپلې كاركردګۍ په اساس د سندھ په شمول ګرد هېواد كښې حكومت جوړ كړي٬ وزيراعظم عمران خان يوازينې لارښود دے كوم چې نه د ټاكنو سوچ كوي او نه د خپلې ذاتي ګټې٬ بلكې هغه يوازې د راروانو نسلونو د روښانه سباؤن او د هغوي د كاميابۍ او ترقۍ سوچ كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ د بونېر ضلعې دورې په مهال يوې شموليتي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ د بونېر نوموړي سياسي شخصيت او د نون ليګ ضلعي صدر سرزمين خان او په تېرو ټولټاكنو كښې د قومي اسمبلۍ كانديد كامران خان سره د خپلو خپلوانو او وركرانو په پاكستان تحريك انصاف كښې د باقاعده شموليت اعلان وكړو۔ په دې موقعه اعلی وزير بونېر لپاره د مېډيكل كالج او د طوطالئي روغتون اپ ګرېډېشن په شمول په ضلع كښې د سړكونو د بيا روغونې يو شمېر منصوبې هم اعلان كړې