په خېبر پښتونخوا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال 131427 وګړو ته د كورونا واكسين لګول شوي. د روغتيا محكمه

پېښور 03 اكتوبر (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال 131427 وګړو ته د كورونا واكسين لګول شوي دي، تر اوسه په صوبه كښې د 12,936,056 وګړو د واكسين لګولو عمل ترسره شوے. د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمې رپورټ له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال 53,334 وګړو ته د كورونا د واكسين وړومبې ډوز او 78,093 وګړو ته دوهم ډوز لګول شوے. تر اوسه په صوبه كښې 41.53 فيصد آبادې خپل ځان د كورونا واكسين لپاره رجسټر كړے دے.