د پاكستان د كركټ قومي لوبډله به راتلونكې مياشت د سري لنكا دوره كوي

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان د كركټ قومي لوبډله به راتلونكې مياشت د سري لنكا دوره كوي. د دورې په مهال به قومي لوبډله د سري لنكا د كوربه لوبډلې په ضد دوه څلور ورځني او درې يو ورځني مېچونه كوي. د پاكستان د كركټ لوبډله به د اكتوبر په 21مه نېټه سري لنكا ته رسي. وړومبې څلور ورځنې مېچ به د اكتوبر په 28مه نېټه او دوهم څلور ورځنې مېچ به د نومبر په 4مه نېټه كېږي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه به د يو ورځنو مېچونو سېريز د نومبر په 10مه نېټه پېل كېږي. دوهم مېچ به د اكتوبر په 12 او دريم مېچ به د اكتوبر په 15مه نېټه كېږي.