كوئنز لېنډ 29 ستمبر (اے پي پي) د اسټراليا او هند د كركټ د ښځينه لوبډلو ترمېنځه يواځنې ټېسټ مېچ به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ په كوئنز لېنډ كښې پېل كېږي. د دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې يو ورځنو مېچونو سېريز وشو په كوم كښې چې كوربه لوبډلې د يو په مقابله كښې دوه مېچونه ګټلو سره كاميابي ترلاسه كړې ده. د ټېسټ مېچ نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه درې ټي ټونټي مېچونه كېږي چې وړومبې مېچ به ئې د اكتوبر په 7مه نېټه كېږي.