اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د نېشنل ټي ټونټي كپ په وړومبې ورځ به دوه مېچونه كېږي كوم به چې ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ پېل كېږي. په وړومبي مېچ كښې به د بلوچستان او ناردرن ترمېنځه مقابله كېږي. دوهم مېچ به د خېبر پښتونخوا او د سېنټرل پنجاب لوبډلو ترمېنځه كېږي. په ايونټ كښې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې پكښې د بلوچستان، سندھ، ناردرن خېبر پښتونخوا، سنټرل پنجاب او د سدرن پنجاب لوبډلې شاملې دي.