اېنټيګوا 18 ستمبر (اے پي پي) د وېسټ انډيز او سوئيلي افريقې د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه د پنځو يو ورځنو مېچونو د سېريز وروستې مېچ به د اتوار په ورځ په اېنټېګوا كښې كېږي. د سوئيلي افريقې مېلمه لوبډلې د سېريز وړومبي څلور واړه مېچونه ګټلي دي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز په وروستي مېچ كښې د خوندورې لوبې توقع ده.