نړيوال روډ سائيكلنګ چېمپئن شپ به د اتوار په ورځ پېل كېږي

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) نړيوال روډ سائيكلنګ چېمپئن شپ به د اتوار په ورځ په بېلجيئم كښې پېل كېږي. د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن صدر سيد اظهر علي شاه وئيلي دي چې په زغل كښې به د پاكستان څلور لوبغاړي د پاكستان نمائندګي كوي چې پكښې دوه نارينه او دوه زنانه لوبغاړې شاملې دي. په نارينه لوبغاړو كښې علي الياس او خليل امجد او په زنانه لوبغاړو كښې كنزه ملك او اسماجان شاملې دي. دا لوبغاړي بېلجيئم ته رسېدلي دي.