کابل۔3جولائی(اے پی پی) د افغانستان په قطبي صوبه بدخشان كښې د ملي اردو او عسكريت خوښو ترمينځه سخته نښته شوې چې په نتيجه كښې ئې 20 عسكريت خوښي وژل شوي دي۔ د چین خبري اژانس د راپور له مخې بدخشان ولایت کښې د امنيتي ځواكونو وياند كېپټن عبد الرزاق ميډيا ته وئيلي چې د تېرو 24 ساعتو په مهال بدخشاڼ كښې په مجموعي توګه 20 عسكريت خوښي او 3 پوځي اهلكار وژلي شوي دي۔ هغه زياته كړه چې 10 عسكريت خوښي او 5 امنيتي اهلكار ژوبل شوي هم دي كوم چې نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې روانه مياشت افغانستان څخه د امريكائي سرتېرو ستتنېدو نه وروسته عسكريت خوښو د افغانستان په بېلو سيمو كښې خپلې هلې ځلې ګړندۍ كړې دي۔