كاناډا٬ كور كښې د اور لګېدو پېښه ٬ 7 كسان مړه

اوټاوا 03 جولائي (سنګهوا) – د کاناډا په چیسټر سیمه کښې په يو کور كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې د څلورو ماشومانو په ګډون اوه تنه مړه شوي دي۔ د چینايي میډیا په وینا د کاناډا البرټا صوبه كښې د کېلګري ښار نه 16 كلوميټره لرې ختيځ اړخ ته د جيسټرمري سيمه كښې په يو کور كښې ناڅاپي اور ولګېدو چې په پایله كښې ئې د 4 ماشومانو په ګډون 7 تنه وسوځېدل۔. د مرستې ډلې د پیښې ځائې ته ورسېدلې ٬ په اور ئې قابو وموندلو او مړي ئې نزدې روغتون ته منتقل كړل۔ بلخوا د اور لګېدو سبب معلومولو له پلټنې پېل كړې شوي دي۔