هندي عسكرو پلوامه ضلع كښې يو بل ځوان شهيد كړو

سرینګر۔2جولائی (اے پی پی) په مقبوضه كشمير كښې هندي عسكرو د خپلې رياستي ترهګرۍ تازه كاروائې په مهال نن پلاوامه كښې يو كشميرے ځوان شهيد كړے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې هندي عسكرو دغه ځوان د پلوامه ضلعې په راجپوره سيمه كښې د محاصرې او لټون كارروائې په مهال شهيد كړے۔ له دې مخکښې دوه هندي عسکر په همدغه سیمه کښې په یوه نښته کښې وژلې شوي وو. تر وروستي راپور ترلاسه كېدو سیمه کښې سرچاپړېشن روان وو