سرينګر 02 جولائي (اے پي پي)د هند په غېر قانوني قبضه جمو او كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستۍ ترهه ګرۍ د تازه كاروائي په مهال نن په پلوامه ضلع كښې درې كشميريان شهيدان كړي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دا ځوانان د پلوامه ضلعې په راجپوره سيمه كښې د محاصرې او لټون كاروائۍ په مهال شهيدان كړي۔د دې څخه وړاندې په دې سيمه كښې دوه هندي پوځيان په يوه نښته كښې وژلې شوي ۔تر آخري اطلاعات په سيمه كښې د لټون عمليات روان وو۔