د كورونا وبا دلاسه هېواد كښې 11 لكه كسان بېروزګاره شوي۔ د ايران صدر

تهران 02 جولائی(اے پی پی) د ايران صدر ډاكټر حسن روحاني وئيلي دي د كورونا دلاسه هېواد كښې 11 لكه كسان بېروزګاره شوي۔ د ايران خبر رسنې ادراې له مخې د هېواد په بېلو صوبو كښې د بېلو منصوبو د پرانستې دستورو وډيو كنفرنس كښې د هېواد په اقتصادي صورتحال خبلو خبرو كښې هغه ووئيل د امريكې لخوا د بندېزونو په نتيجه كښې د عام استعمال څيزونو بيعې زياتې شوي او د افراط زر د لاسه اولس فشار سره مخ شوے۔ د ايران صدر ووئيل د كووډ – 19 له امله 11 لكه كسان بېروزګاره شوي۔ دې سره سره د اقتصادي جنګ ٬ سوكړې او سېلاب دلاسه هم اولس ستونزو سره مخ شوے