كابل 01 جولائي (اے پی پی)د افغانستان په شمالي تخار ولايت كښې د امنيتي ځواكونو او عسكريت خوښو ترمينځه نښتو كښې 13 عسكريت خوښي او 5 امنيتي اهلكار مړه شوي۔د چين خبري اژانس له مخې په تخار كښې د امنيتې ځواكونو وياند عبدالرزاق مېډيا ته ووئيل تېره ورځ د رستاق ولسوالۍ په ديواري تنګ سيمه كښې په امنيتي پوسته د بريد نه وروستو د امنيتي ځواكونو او عسكريت خوښو ترمينځه نښتې پېل شوي چې په نتيجه كښې يې 13 عسكريت خوښي او 5 امنيتي اهلكار مړه شوي او نور 3 عسكريت خوښي او دوه امنيتي اهلكار ژوبل شوي هم دي