ليبيا٬ ساحلي سيمې سره نزدې 70 غېر قانوني وطن پرېښودونكې بچ كړے شول

طرابلس 01 جولائي (اے پي پي) د ليبيا سمندر ساحلي سيمې سره نزدې 70 غېر قانوني وطن پرېښودونكې بچ كړے شوي۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې يو اېن اېچ سي آر خپل بيان كښې وئيلي دي د ليبيا كوسټ ګارډ 70 غېر قانوني وطن پرېښودونكې سمندر څخه په ريسكيو كولو بېرته طرابلس ته رسولي۔ يو اېن اېچ سي آر ووئيل د 70 كسانو دې ډلې تېره شپه ختيز كښې د زلېټن سيمې څخه سفر پېل كړے ٶ۔ دوي ووئيل دا كسان طرابلس كښې د كډوالو كېمپ ته رسولې شوي چرته چې دوي ته ټول سهولتونه وركړے شوي۔