اوټاوا۔01 جولائی (اے پی پی)په كاناډا او امريكائي رياست اورېګان كښې د ګرمۍ چپې د لاسه د مړو شوو كسانو شمېره 549 ته رسېدلې۔ د برطانېي خبر رسنې ادارې له مخې امريكائي رياست اورېګن كښې د سختې ګرمۍ د لاسه د مړو شوو شمېره 63 ته رسېدلې ۔ د المان خپرونې ادارې له مخې د كاناډا په برټش كولمبيا ولايت كښې د ګرمۍ د لاسه تر دې دمه 486 كسان مړه شوي۔ د مړو شوو كسانو غمجنيو كورنيو سره د كاناډا وزيراعظم جسټن ټروټو خواخوږي ښكاره كړی ۔ د كاناډا د موسميات څانګې د دوو نورو صوبو البیرټا او سسکاچوون كښې هم اولس د ګرمې سختې چپې راتللو نه خبر كړے دے