جکارته۔30جون(اے پی پی) د انډونيشيا په بالي ساحل د مسافرو وړونكې بېړۍ ډوبېدو په نتيجه كښې 7 مسافر مړه او 11 بې دركه شوي۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې له مخې چارواكو ميډيا ته ووئيل تېره ورځ کے اېم پی یونیسی سمندري جهاز 57 مسافرو او د عملې غړو سره د جاوا جزيرې په لوئيديزه غاړه ګېلیمونک بندرځائې ته نزدې ډوب شو۔ پېښه كښې 39 كسان ژوندي بچ كړې شوي ٬ 7 مړه شوي او 11 نور بې دركه شوي ۔ د بالی سرچ اېنډ ریسکیو چیف ګډدرمداوئيلي دي تر دې دمه د بې دركه شوو كسانو د لټون كار روان دے۔ هغه زياته كړه چې د پېښې سبب تر دې دمه معلوم شوے نه دے