افغانستان٬ د نېشنل ډيفنس اينډ سېكورټي فورسز كاروائي٬ 10 عسكريت خوښي مړه

كابل 30 جون (اے پی پی)د افغانستان په ختيز وردك ولايت كښې 10 عسكريت خوښي مړه او 12 نور ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس له مخې د افغان دفاع وزارت خپل رپورټ كښې وئېلي دي نېشنل ډيفنس اينډ سېكورټي فورسز(اين ډي اېس اېف)د افغان فضائيه په مرسته صوبائي سر ښار مېدان شار او د چكي وردګ ولسوالۍ علاسانګ سيمې سره خوا او شا كښې په دريو بېلو ځايونو د عسكريت خوښو اډې په نخښه كړي چې په نتيجه كښې يې 10 عسكريت خوښي مړه او 12 نور ژوبل شوي۔ده ووئيل د افغان فضائيه په كاروائيو كښې په لوي مقدار وسله او چاودېدونكي توكي هم تباه كړي شوي