روم 28 جون (اے پي پي)د المان خارجه وزير هيكو ماس اندېښنه څرګند كړې چې د انتهاخوښې ډلې داعش د عراق او سوريې څخه بهر زيات اثر و رسوخ زياتېږي۔د المان خبري اژانس له مخې ده د ګل په ورځ د داعش او ترهه ګرۍ په ضد په تګلاره خبرو اترو لپاره د امريكې په مشرۍ كښې د اتحادي هېوادونو غونډې څخه وړاندې په يو بيان كښې ووئيل په سوريې او عراق كښې داعش په شا تنبولے شوے خو هغوي ته ماتې نه ده وركرې شوې ٬ د دې نه پس په افريقا او افغانستان كښې د داعش د ترهه ګرۍ هلې ځلې زياتې شوي۔د المان خارجه وزير ووئيل د امريكې اتحادي هېوادونو په غونډه كښې په ډاګه كړې شوې چې مونږ به ترهه ګرۍ ته چرې هم اجازه ورنه كړو اګر چې افريقه ولې نه وي۔په غونډه كښې د 83 هېوادونو خارجه وزيرانو د سوريې او عراق سره سره په افريقه او افغانستان كښې د ترهه ګرو ډلو مخ نيوي په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه