هنوئی ۔28جون(اے پی پی) د وېتنام سوئيلي ولايت باريا وانګ تاؤ يو تالاب كښې د كشتۍ چپه كېدو پېښې په نتيجه كښې 3 كسان مړه شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د وېتنام ځائي چارواكو وئيلي دي تېره ورځ دا پېښه د روزفو مېري سيمې په يو تالاب كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يوه كشتۍ ناڅاپي اپوټه شوه د كومې په نتيجه كښې چې كشتۍ كښې ناست 5 كسانو كښې درې مړه شول او دوو ځان بچ كړو۔ دا خبره دې ياده وي دې نه وړاندې هم د تېرې مياشتې په 29 مه نېټه دا ډول يوه پېښه كښې د 6 او 9 كالو عمر دوه كوچنيان مړه شوي وو