نوے ډيلے 27 جون (اے پي پي) په هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 50 زره 40 كېسونه رپورټ شوي دي او دې سره په هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 30233183 ته رسېدلې. د هند د روغتيا وزارت چارواكو له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې نور 1258 كسان مړه شوي دي او دې سره په هېواد كښې په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 3 لكه 95 زره 751 ته رسېدلې. د چارواكو له مخې په هېواد كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 586403 ده.