نوے ډيلے 26 جون (اے پي پي) په هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 48 زره 698 كېسونه رپورټ شوي دي او دې سره په هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 30183143 ته رسېدلې. د هند د روغتيا وزارت چارواكو له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې نور 1183 كسان مړه شوي دي او دې سره په هېواد كښې په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 3 لكه 94 زره 524 ته رسېدلې. د چارواكو له مخې په هېواد كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 595565 ده.