برازيليه 26 جون (اے پي پي) په برازيل كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 79277 كېسونه رپورټ شوي دي او دې سره په دې هېواد كښې د ځپليو ټوله شمېره 18322760 ته رسېدلې. د چينائي خبري اژانس رپورټ له مخې د برازيل د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې په برازيل كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا په وبا كښې نو ر 2001 كسان مړه شوي دي او دې سره په هېواد كښې په دې وبا كښې د مړو كسانو شمېره 511142 ته رسېدلې. د چارواكو له مخې په برازيل كښې 93.3 مليونه خلقو ته د كورونا واكسين لګول شوي دي.