برلن 26 جون (اے پي پي) په المان كښې يو تن درې كسان په چاړه وهلو سره وژلي دي او په پېښه كښې 5 كسان ژوبل شوي هم دي. د چين خبري اژانس له مخې ځائي پوليسو وئيلي دي چې دا پېښه په بارو سپلټز چوك كښې رامېنځ ته شوې. د پوليسو له مخې په ژوبل شويو كسانو كښې د دوه حالت اندېښمن دے. پوليسو شكمن تن نيولو سره د پېښې پلټنې پېل كړې دي.